slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ولسوالیو په کچه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام، د پروان ولایت مشرتابه دا ځل په شینوارو ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د ګڼ شمېر اوسېدونکو او ملکي او نظامي مسؤلینو په شتون کې یوه پراخه ولسي ناسته جوړه کړه.

د غونډې په پیل کې د شینوارو ولسوال، مولوي محمد اجمل شگیوال، د پروان ولایت مشرتابه ته د هرکلی ترڅنګ وویل: چې په افغانستان کې نافذ اسلامي نظام هېڅ بدیل نه لري، د خلکو حقوق او امنیت په ریښتیني ډول په دې هېواد کې تامین شوي دي، نو له داسې نظام څخه اطاعت د ټولو اتباعو دیني وجیبه ده.

د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو جهاد او د استشهادي مبارزینو وینې د بریا رنګ راوست او د الهي نظام د حاکمیت او د مجاهدینو د مقدسو موخو د تحقق لامل شوې، هغه له ولس څخه وغوښته، چې د نظام په وړاندې له خپلو ګډو مسؤولیتونو خبر شي او د اطاعت له لارې د نظام حق ادا کړي.

ښاغلي والي همداراز مسؤولینو ته په ټینګار سره زیاته کړه، چې له خلکو او مراجعینو سره دې په نرمۍ او څرنګه چې اسلامي لارښونې او د نظام هدایات دي چلند وکړي، په ادارو کې دې له سخت‌ګیرۍ او د خلکو په چارو کې له خنډ جوړولو ډډه وکړي او سهولتونه دې برابر کړي.

د پروان د علماوو د شورا رئیس، مولوي عبدالولي عابد قاري‌زاده وویل، چې په افغانستان کې واکمن اسلامي نظام هېڅ بدیل نه لري، د حکومت په سر کې علما ولاړ دي چې د انبیاوو وارثان بلل کېږي، د ټولنې د ټولو اقشارو د حقونو په اړه د اسلام له نظره بشپړ پوهاوی لري او په دې برخه کې ژمن دي.

د پروان امنیه قوماندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن هم وویل، چې په اسلامي نظام کې فلاح، خیر او برکت نغښتی دی، د اسلامي نظام دښمنانو موخه د بې‌ثباتۍ، د مسلمانانو ترمنځ د داخلي اختلاف او د اسلامي نظام تخریب دئ، هغه زیاته کړه چې په دغو شرایطو کې اړینه ده چې ولس او نظام خپله ګډه ایماني مسؤولیت په ښه توګه درک کړي او د الهي نظام په ساتنه او بقا کې هڅې وکړي.

په پای کې، د شینواري ولسوالۍ د خلکو استازي حاجي محمد خالد د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې د برېښنا د نشتون، د کلینیک د نشتون، د استنادي دېوالونو، سړکونو، د مخابراتي شبکو د کمزورتیا، د سربندونو د جوړېدو اړتیا او د ځوانانو د بې‌روزګارۍ په برخو کې مطرح کړې، او د یاد ستونزو ته د رسېدو او حل باندې یې ټینګار وکړ.