slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.
دا اعلان هغه مهال وشو، چې ابیلا د یوې سیاسي غونډې پر مهال د کورنیو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې. نوموړي په ځانګړې توګه د غزې پر روان بشري ناورین تمرکز وکړ. ابیلا وویل: «موږ نشو کولی له دې انساني ناورین څخه سترګې پټې کړو، چې هره ورځ د زیاتېدو په حال کې ده.»

نوموړي پر غزې د اسراییل بریدونه وحشیانه وبلل او زیاته یې کړه، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوی اخلاقي مسؤولیت دی او دا به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړۍوال کنفرانس وروسته رسمي اعلان شي. دا په داسې حال کې ده، چې ابیلا د شنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو له خوا د خان یونس ښار کې د فلسطینۍ متخصصې ډاکترې د کور پر بمبارد هم خواشیني څرګنده کړه.

د راپورونو پر بنسټ، په دغه برید کې د هغې نهه ماشومان ووژل شول، مېړه یې سخت ټپي شوی او یوازې یو ماشوم یې ژوندی پاتې شوی دی. د مالتا لومړي وزیر ویلي، چمتو دی چې ډاکتره النجار او د هغې پاتې کورنۍ ته پناه ورکړي او هغوی ته هرکلی ووایي.