slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په ترکیه کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې لپاره ځانګړي استازي ټام بارک په لبنان کې د یوې غونډې وروسته د خبریالانو پر وړاندې داسې څرګندونې کړې، چې د دغه هېواد په کچه یې توند غبرګونونه راوپارول.

نوموړي خبریالانو ته ویلي وو: «متمدن چلند ولرئ او له وحشيانه کړنو ډډه وکړئ.» د دې څرګندونو وروسته د لبنان د خبریالانو ټولنې اعلان وکړ، چې تر هغه وخته به د امریکايي ډیپلوماټ ټولې خبرې او خبرونه بایکاټ کړي څو هغه رسمي بښنه ونه غواړي.

د لبنان حکومت هم د ټام بارک څرګندونې د خواشینۍ وړ وبللې، او د خبریالانو ټولنې ټینګار وکړ، چې دا ډول چلند د بیان د آزادۍ ښکاره سپکاوی دی.