لوګر کې دوه تنه جعلکاران له جعلي ډالرو او ټابلیټکا ګولیو سره ونیول شول
د ولسي خلکو په همکارۍ، د لوګر مرکز اړوند خدر بازار کې دوه تنه جعلکاران د لوګر امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو لخوا نیول شوي دي. له یادو کسانو سره جعلي امریکایي ډالر او نشهیي ټابلیټکا ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، نیول شوي کسان له خوست ولایت څخه د کابل پر لور روان وو. دوی غوښتل چې له یوه تیلو پمپ څخه تېل واخلي او جعلي ډالر پر پمپ کارکوونکو وپلوري، خو د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله لاسپهلاس ونیول شول.
د نیول شوو کسانو دوسیې تر لومړنیو پلټنو وروسته د لوګر ولایت شرعي محکمې ته سپارل شوې دي. چارواکي وایي، د قانون له مخې به له یادو مجرمینو سره عدلي او قضایي چلند وشي.