slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت تازه  د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه شمېرې رسنیو ته وړاندې کړې.

د راپور له مخې، په یاد ولایت کې ۱۴۵۷ تنه شهیدان، ۳۳۹۴ تنه ټپیان او تر ۶۷۸۲ ویجاړ شویو کورونو پورې زیانونه ثبت شوي دي.

فطرت وویل چې ژغورونکي ټیمونه په ټوله ورځ د خاورو لاندې پاتې کسانو د ایستلو او د ټپیانو د روغتونونو ته د انتقال عملیات کوي. زیاتره ټپیان د الوتکو له لارې روغتونونو ته وړل شوي دي.

مرستیال ویاند همدارنګه څرګنده کړه چې د زیانمنو سیمو د پوښښ او رسېدنې چارې په اغیزمنه توګه روانې دي. همدارنګه د ځینو هېوادونو مسلکي ژغورنې ډلې هم سیمو ته رالېږل شوي چې په ژغورنې عملیاتو کې برخه اخلي.

فطرت ټینګار وکړ چې د زلزلې له سیمو ته تړل شوې لارې د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې او ټولې حکومتي ادارې هڅه کوي چې د متضررینو سره مرسته او عاجل خدمات برابر کړي.