slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولايت امنیه قومندانۍ وياند سيد طيب حماد وايي، چې ددې ولايت د اسلامي او ملي پوليسو له ښوونيز او روزنيز مرکز څخه په ۲۱مه دوره کې، ۴۷۷ تنه مجاهدين، چې پکې ۲۱۰ تنه د ننګرهار، ۱۱۹ تنه د کنړ، ۸۲ تنه د لغمان او ۶۶ تنه د نورستان ولايت پوليس، د يو مياشتنيو زده کړو تر بشپړېدو وروسته، نن ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د ښاغلي حماد په وينا د فراغت په دغو مراسمو کې، د کورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قومندانۍ اداري مرستيال حاجي وزير الرحمن رحماني، د ياد مرکز قومندان قاري رحمت اللّٰه نعماني، دولتي چارواکو، علماء کرامو، مجاهدينو او عامو خلکو ګډون کړی و.
# پولیس_راډیو