سرچینې؛ نورستان کې د ګازډبې چاودنې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی.
د نورستان برګمټال ولسوالۍ په پڅیګرام کلي کې د ګاز ډبې چاودنې یوه کورنۍ له مرګژوبلې سره مخ کړې ده.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو تن مړ او د کورنۍ یو بل غړی ټپي شوی دی.
ټپي کس د پولیسو له لوري سمدستي روغتون ته انتقال شوی، خو روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.