د هېواد د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت؛ د افغان سوداګرو د اسانتیاوو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ترانسپورټي اتشې استول کېږي
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند حکمتالله "اصفي" ویلي، یاد وزارت اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو او موټرچلوونکو د اسانتیاوو لپاره ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ته نوې ترانسپورټي اتشې واستول شي.
ترانسپورټي اتشې د ډیپلوماټیکو استازولیو یوه برخه ده، چې په بهرنیو هېوادونو کې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او لېږد رالېږد اړوند چارې څاري او د اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه لري.