کونړ امنیه قوماندانۍ؛ دیوه ګل کې د مرستو وېشنې رڼې روانې دي.
د کونړ امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان هغه راپورونه رد کړل چې د ټولنیزو رسنیو له لوري د زلزله ځپلو مرستو په اړه د شکونو د راپورته کېدو په تړاو خپاره شوي دي.
دهقان وویل، مرستې د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري د ټاکل شوو کمیسیونونو په چوکاټ کې راټولیږي او منظمې وېشل کېږي. د ده په وینا؛ تر دې دمه د مرستو په وېش کې هېڅ ستونزه نهده رامنځته شوې او پروسه په دقت او ایماندارۍ روانه ده.
هغه ټینګار وکړ، که هر څوک خپله مرسته په مستقیم ډول اغېزمنو سیمو ته لېږي، نو باید د ټاکل شوي کمیسیون په اجازه او څار کې وېش وشي، څو د شفافیت ډاډ ترلاسه شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د مرستو د وېش په اړه ځینې نیوکې خپرې شوې وې.