سویلي کوریا د امریکا له لوري د سلګونو سویلي کوریايي کارګرانو د نیول کېدو ته خواشیني څرګنده کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي کوریا چارواکو د امریکا له لوري د سلګونو سویلي کوریايي کارګرانو د نیول کېدو ویډیو خپرېدو ته ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دغه پېښه د دواړو هېوادونو د مشرانو تر وروستۍ غونډې وروسته رامنځته شوې ده.
په جورجیا ایالت کې د هیونډای فابریکې پر ضد د امریکايي پولیسو عملیاتو پر مهال ۴۷۵ کارګر ونیول شول، چې له دې ډلې زیات تر ۳۰۰ سویلي کوریايان وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه کارګرانو ناقانونه وبلل، خو سویلي کوریا د عادلانه حل لارې غوښتنه کړې او د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره یې امریکا ته ځانګړی پلاوی استولی دی.
چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې پېښې پر وړاندې د خبرو اترو او همغږۍ اړتیا ده څو د کارګرانو حقونه خوندي پاتې شي او د ستونزې حل په سوله ییزه توګه وشي.