په هرات او سمنګان کې شپږ تنه غله نیول شوي دي
په یادو ولایتونو کې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې د اړونده ولایتونو د امنیتي ځواکونو له لوري پینځه تنه د غلاوو په تور نیول شوي دي.
د هرات ولایت د پينځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو په کشفي عملیاتو کې د مسلکي غلو له منګولو د یوه ځایي اوسېدونکي شخصي ملکیت نغدې پیسې(۵۹۴۰۰۰ افغانۍ) واخیستل شوې او خپل څښتن ته یې ور وسپارل شوې. د پېښې په تړاو څلور تنه هم نیول شوي او تر لا نورو څېړنو لاندې دي.
بل خوا د فاریاب ولایت په اندخوی کې دوه تنه د خوراکي توکو دغلا پر مهال د امنیتي مسولینو له لوري لاس په لاس نیولي دي.