slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست رئیس الحاج ملا محمود "ثاني"، د انجنیري خدماتو عمومي مدیر حاجي نجیب الله "حمیدي" په ملتیا، د کجکي ولسوالۍ د "آب غول" کلي د ۸ کیلومتره اوږد اوبولګولو کانال د ترمیم او په پاخه ډول د جوړولو له عملي چارو څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال، ښاغلي ثاني او ورسره تخنیکي پلاوي د یادې پروژې د کار کیفیت وارزاوه، او د تړون له محتوا سره د تطابق په موخه یې د پروژې پلي کوونکي تخنیکي بنسټ ته لازمې سپارښتنې وړاندې کړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د پروژې کیفیت ساتل د ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

همداراز، ښاغلي ثاني د کانال د جوړولو پر مهال د کانګریتي ساختماني موادو د معیاري استعمال اړتیا یاده کړه، او څرګنده یې کړه چې جغل، رېګ، سمنټ، د کانال د تل او دواړو غاړو د تحکیم کاري ارتفاع، اوږدوالي، عرض، او ضخامت باید د انجنیري اصولو او مشخصاتو مطابق وي. هغه وویل چې د دوامداره او منظمو اوبو ورکولو لپاره د لوړ کیفیت موادو کارول اړین دي.

یاده پروژه د "آب غول" کلي د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په هدف پیل شوې، چې له تطبیق سره به د سیمې کرنیزه ځمکه خړوبه شي، د کروندګرو حاصلات به زیات شي، او لسګونو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

دا پروژه د کرنیزو خدماتو د پراختیا او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.