slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

میدان وردګو ولایت کې د افغان قرغز خصوصي شرکت لخوا د انټیموني او سربو د پروسس یوه عصري صنعتي کارخونه د شاوخوا ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه پرانیستل شوه.

یاده کارخونه، چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ ټنه خالص مواد او ډبرې پروسس کوي، د دې ولایت په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي. د شرکت د مسؤولینو په وینا، دا پروژه به نېغ په نېغه او غیر مستقیم ډول ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د پرانیستې مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر الحاج هدایت الله بدري، د افغان قرغز شرکت مسؤلین، د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالقیوم هلال او ګڼ شمېر ولایتي چارواکو، مشرانو او علماوو ګډون کړی و.

چارواکو د دې پانګونې هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دا ډول پروژې نه یوازې د اقتصادي ودې سبب ګرځي، بلکې د خلکو د ژوند کچه هم ورسره لوړېږي.