د تورخم دروازه لا تراوسه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده!
نوموړي زیاته کړې چې د يادې دروازې د خلاصون اړوند يې جدي هڅې پيل کړي چې دغه لاره ژر تر ژره خلاصه کړي.
د ښاغلي حکمت په وینا چې دوی له پاکستاني لوري سره خبرې اترې هم کړي؛ خو تر دې دمه په دې نه دي توانېدلي، چې د مسافرو او باروړونکو موټرو پر وړاندې دې د تګ راتګ لاره پرانېزي.