خوست روغتيا رياست: د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپلو ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسين ورکړئ.
خوست کې روغتيايي چارواکي وايي، دوشنبه به د خوست په ټولو ولسواليو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په هدف د پوليو دوه څاڅکو واکسينو او تر څنګ يې د چينجيو پروسه کمکيو وړکيو ته پيل کړي.
دوی وايي هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم دي په کليو کې به د وکسیناتورانو له لوري دوه څاڅکي واکسين دوی ته تطبيق شي.
د واکسینو دغه کمپاين چې په ټول هېواد کې به له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسينو تر څنک د چينجيو ضد ګولۍ پکې تطبيق شي دوشنبه يې د کمپاين لومړۍ ورځ پيليږي.
په دغه کمپاين کې به نېږدې ۳۵۳۰۰۰هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم وي د دوه څاڅکو واکسينو تر څنګ به Albendazol ټبلېټ هم ورکړل شي.
رنځپوهان له خوست مېشتو غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
ديني علماء هم ماشومانو ته د پوليو دوه څاڅکو واکسيونو په ورکړه ټينګار کوي.
دوی د اسلام له نظره هم د پوليو تطبيق روا بولي.
قومي مخورو هم له والدينو غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان واکسيناتورانو ته د دوه څاڅکو د واکيسنو د تطبيق لپاره تر جومات وروړي.
د رسنيو له لوري د ښه پوښښ او عامه پوهاوي په پایله کې خوست کې تر اوسه د پوليو ناروغي کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
افغانستان کې له کلونو راهيسې د پوليو یا ګوزڼ واکسين پروسه روانه ده او له دغه ساري ويروس څخه د مخنيوي په موخه هېواد کې سلګونه زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم وي میاشت کې دوه څاڅکي واکسين ورکول کيږي.