slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو له خوا د هېواد په شپږو ولایتونو – بغلان، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، کنړ او فراه کې ۴۴ تنه روږدي راټول شوي او د درملنې لپاره صحي کمپونو ته ورپیژندل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د راټولو شویو کسانو جغرافیایي ویش په لاندې ډول دی:

  • بغلان: ۱۳ تنه

  • پروان: ۹ تنه

  • کاپیسا: ۷ تنه

  • میدان وردګ: ۴ تنه

  • کنړ: ۹ تنه

  • فراه: ۲ تنه

همدارنګه ویل شوي چې له پروان ولایت څخه ۷ تنه روږدي د پلازمېنې کابل د امید صحي کمپ ته انتقال شوي ترڅو په تخصصي توګه د درملنې لاندې راشي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ټینګار کوي چې د هېواد په کچه د روږد کسانو راټولول او د درملنې لپاره صحي کمپونو ته سپارل د خلکو د روغتیا او ټولنیز ثبات د خوندي کولو په برخه کې مهم ګام دی.

مسوولین زیاتوي چې دا پروسه به دوام ومومي او په راتلونکو میاشتو کې به نورې هڅې هم ترسره شي څو د نشه‌یي توکو اغېزمنه مبارزه او د روږدو کسانو د بیا ادغام زمینه برابره شي.