slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سرپل ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند چرم ګرخانه سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجې د برېښا شارټۍ له امله په یوه استوګنیزي کې اور لګېدلی.

د سرپل د امنیه قوماندانۍ د اوروژنې ځانګړي ټیم سمدستي د اور ځای ته رسېدلی او اور تر کنټرول لاندې راوستی. د پیښې د لومړنیو ارزونو له مخې شاوخوا د پنځه لکه افغانۍ په ارزښت توکي سوځېدلي، خو د اوروژنې  ټیم په چټک اقدام سره شاوخوا یو میلیون او پنځه لکه افغانۍ نور مهم توکي ژغورل شوي دي.

د سرپل امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د اورلګېدنې د اصلي لامل د بشپړ ارزونې چارې روانې دي او خلکو ته د ورته پیښو د مخنیوي لپاره خبرداری ورکوي.

دا پیښه بیا د هغو ستونزو یادونه کوي چې د یرېښنا شارټۍ او د کورنیو وسایلو د نامناسب کارونې له امله رامنځته کېدای شي.