ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د اوروژنې سټیشن لپاره ځای وټاکل شو
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له لوري یو ګډ مؤظف پلاوی د شینوارو ولسوالۍ ته سفر وکړ، ترڅو د اوروژنې سټیشن لپاره مناسب ځای وټاکي.
د اوروژنې مدیر حاجي مؤمن رشید او ورسره پلاوي د شینوارو ولسوالۍ د امنیه قوماندان مولوي سعیدالرحمن سعید، د ولسوالۍ د مرستیال مولوي شمسالعارفین او د ولسوالۍ د ښاروال په ملتیا د ولسوالۍ د رسمي ملکیتونو له جملې څخه یو مناسب ځای وټاکه.
یاد ځای د اوروژنې د فعالیتونو لپاره مناسب ارزول شوی، ځکه له همدې ځایه اوروژنې کولی شي اړینو ساحو ته ژر رسېدنه وکړي او د اورلګېدنې پېښو ته پر وخت ځواب ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د اوروژنې یاد سټیشن ډېر ژر په رسمي ډول فعاله شي او د ولسونو د خدمت لپاره عملي فعالیت پیل کړي.