slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هند پوځ، د چهار شنبې په شپه، د می ۷ نېټه، په پاکستان کې پر شپږو مختلفو سیمو پراخ هوايي بریدونه ترسره کړل، چې د پاکستاني رسنیو له قوله د دې برید په پایله کې اتو غیرنظامیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.


د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، چې د پاکستان پوځ د یوه توغندي په وسیله د هند یوه پوځي اډه - چې د دودنیال په سیمه کې د کنټرول کرښې(LOC)  پر مخ موقعیت لري- ویجاړه کړې ده.


په همدې حال کې، د آزاد کشمیر وزیر اعظم چودري انور الحق د هند هوايي بریدونه غندلياو دا ګام یې "ترورېستي" بللی دی.
د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، هندۍ هوايي بریدونه یوازې غیرنظامي سیمې په نښه کړي او هېڅ پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
د دې بریدونو په ځواب کې، د پاکستان د پوځ ویاند خبرداری ورکړی چې دا عمل د منلو نه دی او بې ځوابه نه پاتې کېږي، او د پاکستان پوځ به په مناسب وخت او ځای کې ځواب ورکړي.

دغه عملیات څو ورځې وروسته له هغه نن سهار وختي ترسره شول، چې د هند لومړي وزیر مودي وسلهوالو ځواکونو ته د پهلګام ترهګریز برید ته د ځواب ویلو لپاره بشپړه آزادي ورکړه.