slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پولیس راډیو ته د راغلې خبرپاڼې له مخې د خوست د عامې روغتیا ریاست د څار او ارزونې ټیم له لوري په خوست ښار کې د خصوصي روغتیایي مرکزونو او د درملو د پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې، یو روغتیایي کتنځای د قانوني جواز نه لرلو، یو روغتیایي کتنځای د شفري نسخو لیکلو او د پښتورګو د درملنې اړوند تجهیزاتو یو پلورنځی د مسلکي شخص د نشتون او د بیو  لوړوالي له امله وتړل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې یاد مرکزونه له وړاندې هم د قانوني اصولو د مراعتولو په اړه خبر کړل شوي وو، خو د اصلاح هڅو ته یې پاملرنه نه وه کړې.

د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي، چې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې به هېڅ ډول غير قانوني او غیرمسلکي فعالیت او د خلکو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه اخیستنه ونه زغمل شي، او د ټولو خصوصي مرکزونو د څارنې لړۍ به دوام ولري.