د قطر له لوري د افغانستان ختیځ ته کې زلزله ځپلو ته د مرستو لویه محموله تازه کابل ته رسېدلې او ټاکل شوې، چې نن د کونړ خوا ته حرکت وکړي.
د قطر څلور بېړني الوتکې د افغانستان پلازمېنې کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې دي او له ځان سره یې د زلزلهځپلو لپاره دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي توکي او د سرپناه اړین وسایل راوړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته د قطر د پرمختیايي صندوق په چوکاټ کې برابره شوې ده او له هغې څخه به شاوخوا ۱۱ زره کسان چې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمن شوي دي، ګټه واخلي.
یادې مرستې د قطر د دولت د وزیرې مریم بنت علي المسند په مشرۍ د ژغورنې له نړیوال ټیم سره یو ځای افغانستان ته را رسېدلې.
د یادونې ده چې د روانې اونۍ په لومړیو کې د شپې ناوخته په کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر کې د ريښتر په کچه د شپږ درجې زلزلې سخت زیانونه واړول. د اسلامي امارت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت د وروستي راپور له مخې، یوازې په کونړ کې ۱۴۵۷ کسان شهیدان، ۳۳۹۴ ټپیان او تر ۶۷۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګري ملتونه هم تر اوسه د زلزلهځپلو د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي، او یو شمېر نورو هېوادونو د مرستو لړۍ پیل کړې ده.