slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایډاهو ایالت په شمال کې د اور وژنې پر کارکوونکو ډزې شوې، چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي.

پولیسو ویلي، چې یو بل کارکوونکی سخت ټپي او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د اور وژنې دا کارکوونکي په سیمه کې د ځنګلي اور د کنټرول لپاره بلل شوي وو.

د امریکا د پولیسو په وینا، له څو ساعته پلټنو او کلابندۍ وروسته یو جسد، چې تر څنګ یې وسله هم وه، پیدا شوی دی.

ویل کېږي، چې تر دې دمه د بریدګر یا بریدګرو هویت او د برید انګیزه نه دي روښانه شوي.