slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتـیا امنیه قومندانۍ مربوط د ډنډه پټان ولسـوالۍ امنیـتي ځواکونو د یو کشفي راپور پر بنسټ ۱۷ میله بېلا بېلې توفنګچې هغه مهال کشف او ونیولې، چې له پاکستان څخه د افغانستان لور ته په غیرقانوني ډول قاچاق کېدلې.

د عملیاتو پر مهال قاچاقوړونکو له سیمې د تښتې هڅه کړې، چې لا هم د امنیتي ځواکونو تر جدي پلټـنې لاندې دي، څو ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.