slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستي ګواښونه او لهجه د ایران د اسلامي انقلاب ستر مشر ته بې‌ځایه، بې‌ادبه او نه منونکی چلند دی، چې د ایران ملت یې نه زغمي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون خبرداری ورکړی، که ایران د یورانیمو غني کول د اندېښنې وړ کچې ته ورسوي، نو واشنګټن به پر تهران یو ځل بیا بریدونه په پام کې ونیسي. دا څرګندونې د ایران مشرتابه ته د ټرمپ له خوا د نه منلو وړ توهین په توګه تعبیر شوي.

عراقچي د تسنیم خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، د ایران د خلکو صبر، فکر او زغم د هغو ارزښتناکو غالیو په څېر دی، چې د ساعتونو هڅو او صبر له لارې جوړېږي. نوموړی زیاتوي:

زموږ اساسي منطق ساده دی – موږ خپل ارزښتونه پېژنو، خپلواکي ته درناوی لرو، او هېڅکله اجازه نه ورکوو چې نور زموږ برخلیک وټاکي.”

عراقچي ټینګار کړی، که ټرمپ له ایران سره د هوکړې نیت لري، باید لومړی د اسلامي انقلاب د ستر مشر، آیت‌الله خامنه‌اي پر وړاندې خپله بې‌احترامي بنده کړي او د هغه میلیونونو پلویانو زړونه ونه رټي.

نوموړي زیاته کړه، ایران یو باعزته او ځواکمن ملت دی، چې نړۍ ته یې ثابته کړې، صهیونیسټ رژیم یوازینۍ پاتې لار دا ګڼي، چې د خپلو بادارانو تر سیوري لاندې ځان پټ کړي، څو زموږ له دفاعي ځواک څخه ځان وژغوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که ګواښونه او سپکاوی دوام پیدا کړي، ایران به له هېڅ ډول ځوابي اقدام څخه ډډه ونه‌کړي. نوموړي ګواښ وکړ چې ایران به نړۍ ته خپل ریښتینی ځواک وښیي.

د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري، او د دواړو لوریو توندې لهجې د منځګړیتوب د دروازو پر ځای، د تقابل فضا توده کړې ده.