د ترافیکي پېښو ډرېدا؛غزني کې د دوه عرادو موټرونو د ټکر له کبله ۷ تنه ټپيان شوي
د غزني ولايت د پوليسو وياند ابو خالد سرحدي وايي چې د لومړۍ حوزې اړوند روضې کوتل سيمه کې د دوه عرادو مسافر وړونکو موټرونو د ټکر له امله د دريو ښځو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وینا سيمې ته پر وخت امنيتي ځواکونو ځان رسولی او ټپيان يې د غزني ولايت ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
بلخوا بيا د غزني ولايت اوسيدونکي له دولت څخه د ترافیکي پېښو په کمښت کې د لانورو زياتو هلو ځلو غوښتنه کوي.