کارپوهان؛ د روسیې له ممنوعه لېسته د افغانستان وتل به له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پیاوړې او باوري کړي.
وټهییز کارپوهان او سوداګر په دې باور دي، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له لېسته د افغانستان وتل او د کازان ناستې په څنډه کې شتون به یې د نړۍوالې ټولنې او افغانستان تر منځ مناسب سیاسي اقتصادي باور او فرصت برابر کړي.
له بل لوري ضمیر کابلوف د روسیې د عالي دیوان له لوري د ممنوعه ډلو له لېسته د اسلامي امارت نوم لرې کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمده خنډونو له منځه وړلو په برخه کې مهم ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې په کابل کې د روسیې سفیر هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د یاد هېواد د عالي دیوان پرېکړه رسماً ابلاغ کړې ده.