slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي چې د ګرځنده څارنې ټیمونو د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې په هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې په لویه کچه قاچاقي توکي نیولي دي.

د یاد ریاست په خبره، قاچاق کوونکو غوښتل دغه توکي پرته له محصوله هېواد ته دننه کړي. په نیول شويو توکو کې ۲۷۸۲ کیلوګرامه چاکلېټ، ۱۱۵۷ کیلوګرامه انساني درمل، ۵۵۰ کیلوګرامه زراعتي درمل، ۶۸۲۳ کیلوګرامه مالګه، ۷۱۴ کیلوګرامه پنېر، ۱۷۵۰ کیلوګرامه وچه مېوه او رول پلاسټیک، ۴۳۶ کیلوګرامه شامپو، ۲۱۰ کیلوګرامه وچه شیدې، ۲۷۸۳ کیلوګرامه رخت، ۶۵۰ کیلوګرامه ملایي، ۳۳۰ کیلوګرامه هګۍ، ۱۰۴۳ کیلوګرامه پاکټي شیدې، ۴۳۲۰ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۳۷۵ کیلوګرامه د ګازرو تخم، ۸۸ کیلوګرامه نوې البسه، ۴۰ کیلوګرامه د مخ کریم، ۳۷۵ کیلوګرامه اچار، ۴۰۰ کیلوګرامه خرما، ۳۰ کیلوګرامه صابون او ۱۰ کیلوګرامه مکروني شامل دي.

دغه راز د اسلام کلا سرحدي ګمرک کارکوونکو د ۷۵ ځیرک موبایلونو د قاچاق مخه هم نیولې ده.