د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د ننګرهار او تورخم له ګمرکونو لیدنه کړې.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي عملیاتي مرستیال مفتي ضیاءالرحمن فاروقي په مشرۍ د ننګرهار محصولي او تورخم ګمرکونو ورځنۍ چارې و ارزولې.
پلاوي د یادو ګمرکونو د روانو چارو تخنیکي ارزونه وکړه، د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او اړوندې سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې.
په دې سفر کې د ګمرکونو کارکوونکي هم وارزول شول او د دندو د لا ښه سرته رسولو په موخه ورته عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د ګمرکونو لوی ریاست له دې وړاندې هم ورته تخنیکي پلاوي بېلابېلو ګمرکونو ته استولي او څرګندوي چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.