پکتیا کې د لیکدړو د سمونې ولایتي کمیټې فعالیت دوام لري.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر مشرۍ لاندې د لیکدړو د اصلاح ولایتي کمیټې فعالیتونه په چټکۍ روان دي. د دې کمیټې غړو، پرون چهارشنبه، د ګردېز ښار له بېلابېلو سیمو د عملي نظارت پر مهال، یو شمېر لیکدړې چې د ټاکل شوي طرزالعمل خلاف لیکل شوې وې، وڅارلې او د اصلاح په موخه یې اړوندو مالکانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د کمیټې مسوولین وایي، چې د تېرو هڅو په پایله کې په ګردېز ښار کې د لیکدړو په برخه کې نږدې ۸۰٪ اصلاحات رامنځته شوي دي. د مارکیټونو، هټیو او نورو تجارتي ځایونو مسوولین اوس هڅه کوي، چې خپلې سوداګریزې لیکدړې د طرزالعمل له معیارونو سره سم تنظیم کړي. همداراز، پر هغو لیکدړو چې د یادې کمیټې له فعالیت وړاندې لیکل شوې وې، د اصلاح چارې روانې دي.
د پکتیا د لیکدړو اصلاح کمیټه د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر څنګ، د یو شمېر ملکي او امنیتي ارګانونو استازو په همغږۍ جوړه شوې، او موخه یې دا ده چې د ښاري نظم، ښکلا او فرهنګي ارزښتونو د خونديتوب لپاره لیکدړې معياري شي.
کمیټه دا مهال هڅه کوي، چې خپل فعالیتونه نږدې ولسوالیو ته هم وغزوي او د لیکدړو د اصلاح لپاره د طرزالعمل له مخې لازم اصلاحات پلي کړي.