د هرات امنیتي مسولان؛ هرات کې د ویزې د ثبت په بهیر کې له ناوړه استفادې او زیاتي کوونکو عکاسانو سره جدي چلند کیږي
هرات چارواکو له هغو عکاسانو سره جدي چلند پیل کړی، د ویزو د ثبت په پورسه کې له خلکو سره تېری کوي.
د هرات امنیې قوماندانۍ د لومړی امنیتي حوزې کارکوونکو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه نیولي دي، چې د ویزې د ثبت پروسې پر مهال یې له خلکو ناوړه ګټه اخیستې او زیاتې پیسې یې ترې اخیستې دي.
دا ګام له هغه وروسته شوی، چې د هرات له ښاره ګڼو خلکو په دې ولایت کې له ځینو عکاسانو سر ټکولی دی، چې هغوی د ویزې د ثبت پر مهال له مراجعینو ډېرې پیسې اخلي.
د هرات امنیه قومنداني له ټولو ښاریانو غوښتنه کړې، چې که له ورته ستونزو سره مخامخ شي، کولای شي د شکایت لپاره د ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي یا خپل نږدې امنیتي حوزې ته ولاړ شي.