مولوي حنفي؛ ځوانانو ته مو په بېلابېلو برخو کې د زدهکړو لارې چارې برابرې کړې دي.
کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د درې زره او پنځه سوه مجاهدینو د فراغت له مراسمو سره، اسلامي امارت د اداري، مسلکي او تخنیکي وړتیاوو د پیاوړتیا یو بل مهم پړاو ته داخل شو. په دې مراسمو کې د حکومت د بېلابېلو سکتورونو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ او د عصري علومو په برخه کې د امارت د اوسنیو پروګرامونو او پراخو هدفونو په اړه یې مفصلې ویناوې وکړې.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپله وینا کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره په نه ستړې کېدونکو هڅو د ستایلو وړ ده، ځکه چې د مجاهدینو لپاره یې منظم اداري او مدیریت روزنیز بنسټونه جوړ کړي دي. حنفي څرګنده کړه چې اسلامي نظام د ولس د کلونو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د هېواد پرمختګ لپاره ګډ کار او متقابل اعتماد اساسي اړتیا ده.
مولوي حنفي په خپلو خبرو کې د زیربنایي پروژو د چټک پرمختګ یادونه وکړه او ویې ویل چې له حاکمیت راوروسته علمي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پراخ پرمختګونه شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ځوانانو لپاره د عصري علومو او ټکنالوژۍ د زدهکړو ټول امکانات برابر کړي او داسې پروګرامونه عملي شوي چې زرګونه ځوانان او مجاهدین پرې ګټه پورته کوي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال مولوي فتحالله منصور د زرګونو مجاهدینو فراغت یوه “ارزښتناکه لاستهراوړنه” وبلله او زیاته یې کړه چې افغان ملت په مبارزه، علم او کار دواړو کې خپل وړتیا ثابته کړې. د کابل والي ملا امینالله عبید هم په مراسمو کې وویل چې د مجاهدینو لپاره د مسلکي زدهکړو برابرول د هېواد د راتلونکي لپاره یو مهم او ستراتیژیک ګام دی.
بلخوا د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم څرګنده کړه چې اسلامي نظام د قرآن او سنتو پر بنسټ ولاړ دی او مسوولین د خلکو د خدمت مکلفیت لري. ندیم د فراغت دغه پروسه د امارت لپاره “مهم پرمختګ” وباله او اعلان یې وکړ چې فارغان کولای شي په همدې برخه کې تر لېسانس پورې زدهکړو ته دوام ورکړي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت وویل چې د مجاهدینو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرول هغه محرومیت جبرانوي چې د تېرو جګړو له امله رامنځته شوی و. هغه زیاته کړه چې د مجاهدینو د روزنې ملي طرحې له مخې به نږدې ۴۰ زره کسان د اداري او مدیریت له څانګې فارغ شي.
په مراسمو کې د علومو اکاډمۍ مرستیال مولوي امیرجان ثاقب هم د مسلکي زدهکړو ارزښت ته اشاره وکړه او له فارغانو یې وغوښتل چې په ملي خدمت کې خپلې هڅې لا پسې زیاتې کړي.
د چارواکو په وینا، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پروګرامونه نه یوازې د اداري ظرفیتونو د پیاوړتیا لامل کېږي، بلکې د راتلونکو کلونو لپاره د وړ کادرونو د جوړېدو زیربنا هم برابروي.


