slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت پر ملکي وګړو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد باید د سولې او ثبات پر وړاندې د تاوتریخوالي له تګلارې لاس واخلي.

خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د حیرانتیا ځای دی چې پاکستان د هغه هېواد  سوله‌يیز ژوند زغملی نه‌شي، کوم چې له کلونو راهیسې یې د فشار او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ساتلی.

هغه زیاته کړې، قطر توانېدلی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند د غځېدو هوکړه ترلاسه کړي، خو دا اوربند د پاکستان له لوري مات شو، چې دا کار د سولې د هڅو لپاره منفي پیغام لري.

پخواني امریکايي استازي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي: «که پاکستان ځان رښتینی ګاونډی بولي، نو ولې د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي؟»

د خلیلزاد په وینا، د ګاونډیتوب او متقابل درناوي اصول ایجابوي چې هېوادونه د یو بل حریم او حاکمیت ته درناوی وکړي، نه دا چې د زور او برید له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې پکتیکا کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د ملکي تلفاتو او کرېکټ ځینو لوبغاړو د وژل کېدو لامل شوي، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.