ټرمپ؛ د غزې د کړکېچ په تړاو له منځني ختیځ هېوادونو سره خبرې روانې دي.
د غزې جګړې د دوام په لړ کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د سیمې له ګڼو هېوادونو سره د دې شخړې د حل په اړه مفصلې خبرې پیل شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې د دغو خبرو جزییات د حماس له استازو سره هم شریک شوي دي او دا به تر هغه وخته دوام ولري، څو د غزې وضعیت د ثبات پر لور ولاړ شي.
ټرمپ مخکې له دې د اسلامي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم د غزې د روان وضعیت په تړاو مستقیمې اړیکې نیولې وې.
په همدې حال کې، د اسرائیلو د پوځي بریدونو د پراخېدو له امله په غزه کې د فلسطینیانو تلفات ورځ تر بلې زیاتېږي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
نړیوالې ټولنې بیا پر اسرائیلو د بریدونو د درولو غوښتنه کړې او ځینې یې دغه کړنې د بشري حقونو له ښکاره سرغړونې سره ورته بللې دي.