غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د جاغوري ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د عقاب بابه او باشګاه ستاره لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ چې د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د جاغوري ولسوالۍ د ورزش د نوي مدیر د معرفي کولو په وياړ ترسره شوې، په پایلوبه کې سټار کلب لوبډلې د ۲-۳ په توپیر سیالي وګټله او اتلولي یې ترلاسه کړه. د والیبال د دغو سیالیو په پای کې د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري لوبډلو، غوره لوبغاړو او ورزشکارانو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.