slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنیه قوماندانۍ د ښار په مختلفو ځایونو کې د امنیت ټینګولو، جنايي پېښو د کمولو او ښاري نظم د ښه کولو لپاره ۵۰ ثابتې او متحرکې امنیتي کمېره نصب او فعالې کړې دي.

د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ د مدیریت آمر، سعیدالرحمن زاهد، وویل چې دغه پروژه د کورنیو چارو وزارت له بودیجې تمویل شوې او لګښت یې څه باندې ۳.۵ میلیونه افغانۍ دی. نوموړی زیاتوي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره په خوست کې د څار کمرو شمېر ۶۵ ته ورسېد او ښار شاوخوا ۸۰ سلنه سیمه د ۲۴ ساعته څار لاندې راغلې ده.

ښاریان د کمرو د نصب هرکلی کوي او وايي چې دا کمېره د امنیتي پرسونل د نشتوالي پر ځای کار کوي. د صرافانو د نوي لین یوه دوکاندار وویل، د تېرو غلاګانو عاملین د دغو کمرو په مرسته وپېژندل شول او پولیسو ونیول.

د امنیې قوماندانۍ ویاند، طاهر احرار، وویل چې د څار کمرو د نصب له امله د جنايي پېښو کچه ښکاره کمه شوې او د مجرمینو د نیولو چارې یې اسانه کړي دي.