جانټن ټراټ؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله مې د زړه له تله خوښه ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جانټن ټراټ ویلي، که څه هم د پاکستان کرکټ بورډ دوه ځله ورته د کار وړاندیز کړی، خو ده په شخصي توګه پرېکړه کړې چې له افغانستان ملي ټیم سره کار ته دوام ورکړي.
ټراټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «د پاکستان کرکټ بورډ زما څخه دوه ځله غوښتنه وکړه چې له دوی سره کار وکړم، مګر زه د زړه له تله مینه لرم چې د افغانستان ټیم سره کار وکړم، ځکه لوبغاړي یې زړور، عزتمن او د استعداد څخه ډک دي.»
د انګلستان پخوانی توپ وهونکی جانټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال له اګست راهیسې د افغانستان ملي لوبډلې د سرروزونکي په توګه کار کوي. د ده تر روزنې لاندې افغانستان د نړیوالو سیالیو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ نړیوال جام او وروستیو T20 سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، چې د نړیوالو کرکټ شنونکو ستاینه یې ترلاسه کړه.
د ټراټ دغه څرګندونې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال اعتبار او د لوبغاړو د هڅونې لپاره یو مثبت پیغام بلل کېږي.