slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز میدان ښار زمان خېل سیمه کې د هغې زیانمنې کورنۍ سروې وکړه چې تیره ورځ د ماشومانو د بی احتیاطۍ له امله د همایون نومې یوه ځايي اوسېدونکي کور  بشيړ سوځیدلی و.

پېښه کې د کور د ناستې  یوه خونه سوځیدلی او تر شپیته زره (۶۰۰۰۰) افغانیو پورې یی کورنۍ ته مالي زیان اړولي دي.

په یاده پېښه د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی فیض الله جلالی ژوره خواشیني وښوده او زیاته کړه چې د زیانمنې کورنۍ سره به هر اړخیزه همکاري تر سره شي.