slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هسپانیا په جنوبي ایالت اندلس کې د قرطبې تاریخي جومات او اوسنی کلیسا د اور لګېدنې له امله زیانمن شوی دی. چارواکي وايي، اور د فرش پاکولو د یوې ماشینې د برقي شارټۍ له امله رامنځته شوی او په لنډ وخت کې د ودانۍ بېلابېلې برخې یې اغېزمنې کړې.

د سیمه‌ییزو راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال وشوه، چې د ودانۍ دننه د پاک کارۍ چارې روانې وې. د اوروژنې ډلې په بیړني ډول سیمې ته رسېدلې او د څو ساعتونو په هڅو یې اور مړ کړ. د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، د ودانۍ ځینې تاریخي برخې او هنري نقشونه زیانمن شوي، خو د اصلي ستنو او ډېری مهمو جوړښتي عناصرو د ژغورلو هڅې بریالۍ وې.

قرطبه تاریخي جومات د اتمې پېړۍ په وروستیو کې د مسلمانانو له خوا جوړ شو او د څو پېړیو لپاره د اندلس د اسلامي تمدن یوه مهمه مذهبي او کلتوري نښه وه. د مسیحیانو له خوا د اندلس له نیولو وروسته، دغه جومات په کلیسا بدل شو او اوس ورته د "قرطبه جومات-کلیسا" نوم کارول کېږي. دا ودانۍ د یونیسکو د نړیوال کلتوري میراث برخه ده.

د مادرید د کلتور او میراث د ساتنې چارواکو ویلي، د زیان کچه به په بشپړ ډول و ارزول شي او د ترمیم چارې به ژر پیل شي.