slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره ورځ یوه عراده بکسه موټر چې د پکتیا ولایت څخه کابل ولایت ته روان و، د تخنیکي ستونزې له امله د لوګر ولایت په التمور سیمه کې له کنټروله وتلې او چپه شوې.

د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند مولوي احمدالله "انس " وایي چې په یاده پېښه کې پنځه تنه-چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي- ټپیان شوي دي. ټپیان د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د یادولو ده، چې د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې ټیم پېښه وڅېړله. یاده چپه شوې موټر بکسه التمور چک‌پاینټ ته وسپارل شوه، او موټر چلونکی د نورو تحقیقاتو لپاره د ترافیکو مدیریت ته وسپارل شو.