پروان کې د اسلامي پولیسو له اکېډمۍ ۶۶۱ تنه نوي ساتونکي فارغ شول
د پروان د اسلامي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز د یولسمې دورې په ترڅ کې ۶۶۱ تنه نوي ساتونکي له دوه میاشتنۍ مسلکي او عقیدتي زدهکړو وروسته فارغ شول.
دغه مراسم چې د سهشنبې پر ورځ ترسره شول، پکې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت معاون شیخ محمد نظر شینواري، د ښوونې او روزنې قومانداني مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني، د پروان والي مفتی محمد ادریس انوري، امنیه قوماندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن، دیني عالمانو او ګڼ شمېر مشرانو ګډون کړی و.
ګډونوالو پر زدهکړو، اسلامي اخلاقو، د نظم مراعات، او د مسؤلیتونو په سم اداء ټینګار وکړ. دوی د ساتونکو روزنه د یو پیاوړي امنیتي ځواک لپاره اړینه وبلله. په پای کې فارغ شویو پولیسو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
یاده دې وي چې تر دې دمه له دې مرکز څخه ۸۰۶۲ تنه مسلکي کادرونه فارغ شوي، او دا لړۍ به د اسلامي نظام د بنسټونو د پیاوړتیا او ولس ته د غوره خدمت په موخه روانه وي.