ملي دفاع وزارت؛ له ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۷۳۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي.
ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۳۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي، مسلکي او عقیدوي زدهکړو له بشپړولو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق، د ۲۰۱ قول اردو قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د قول اردو مسوولین او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی و.
حاجي مالي خان صدیق د فارغ شویو منسوبینو د بریاوو مبارکي وویله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې هغه پوځي او مسلکي مهارتونه چې په روزنیز مرکز کې یې ترلاسه کړي، د دندو پر مهال ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د ختیځ زون ځواکونه د ملي او اسلامي روحیې له مخې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، او هېچا ته به اجازه ور نهکړي چې د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
په مراسمو کې فارغ شویو منسوبینو د خپلو پوځي مهارتونو، جمع نظام، فزیکي چمتووالي او تکتيکي تمرینونو نندارې وړاندې کړې. غونډه د بری لیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.
له بلې خوا، ملي دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د ارزګان ولایت د څلورمې پلې لوا د تخنیک امریت له لوري پینځه دافع هوا دستګاوې ترمیم او بېرته فعاله شوې دي.
د وزارت په وینا، دغه وسایل چې د پخواني حکومت پر مهال ویجاړ شوي وو، د کورنیو تخنیکي ټیمونو له لوري ترمیم او د هېواد د دفاع لپاره چمتو شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د افغان ځواکونو د وړتیا لوړولو، تجهیز او مسلکي روزنې بهیر ته به دوام ورکوي، تر څو ملي پوځ د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتو وي.


