کرملين او تهران د ستراتيژيکو همکاريو مهم شل کلن تړون لاسليک کړ
کرملين تازه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان تېره ورځ په کرملين ماڼۍ کې د ستراتیژیکو همکاریو ۲۰ کلن مهم تړون لاسلیک کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د بندیزونو سره په مبارزه کې د دغه هېوادونو اړیکې لا نورې هم پیاوړې کوي او دواړه لوري به په سختو شرايطو او د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې له یو بل سره مرسته وکړي.
خبرپاڼې زياته کړې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان، چې په کرملین کې یې په ګډه دغه تړون لاسلیک کړی، دواړو دغه هوکړه ليک د خپلو اړیکو د نوي باب په توګه یاد کړی دی.