د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت؛ کابل کې ۱۰۶ روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د کابل ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسؤلینو له خوا د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه ۱۰۶ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند امید صحي کمپ ته ورپیژندل شوي دي.