slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پرانېست‌غونډه کې وویل، د ایران ترانسپورټي او ترانزیټي وړتیاوې له دې ډلې بندر عباس، چابهار بند او د اوسپنې کرښې د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي.

ښاغلي بیکدلي زیاته کړه، ایران به د افغانستان په اقتصادي ثبات او وده کې خپل رول ترسره کړي او د اقتصادي موخو مخکې وړلو لپاره به د هر وخت څخه زیات د افغانستان د ملت او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.

د ښاغلي بیکدلي په وینا، د افغانستان کرنیز او کاني توکي له دې ډلې وچه مېوه د ایران په بازارونو کې ځانګړی ځای او ارزښت لري.