slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په غزه کې د روغتیا وزارت له لوري وروستۍ اعلان شوې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اوکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائيلو په بریدونو کې ۵۰ زره ۶۵۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۵ زره ۳۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
شهیدانو او تپیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي او تر یو نیم میلیون ډېر له خپلو مېنو بې ځایه شوي او دا مهال په سختو حالاتو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

بلخوا وروسته له هغې چې د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو امریکا ته پر لاره هنګري کې ناسته وکړه، د لاهې نړیوالې محکمې له هنګري څخه د هغه د نیولو غوښتنه وکړه، خو د وروستیو راپورونو له مخې نوموړي هنګري پرېښې او د هغو هېوادونو له لارې یې امریکا ته سفر پیل کړی، چې د لاهې محکمې ته ژمن نه دي.