د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت د څارنیزو څاګانو د کېندلو چارې پیل شوې
د ابو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛چې د کندهار ولایت په ژيړۍ، میوند، ډنډ، دامان، ارغنداب، تخته پل، سپین بولدک، پنجوایي او ارغستان ولسوالیو کې د څارنیزو څاګانو د کېندلو چارې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
سرچينې زياته کړې چې يادې څارنیزې څاګانې د اوبو د سطحې او کیفیت د معلومولو په موخه د یونیسیف په مالي لګښت د کندهار د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې کېندل کېږي.