slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت د امر بالمعروف او نهی عن ‌المنکر قانون د تطبیق کمېټې په اونیزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به ډاکټران د ناروغانو لپاره راز لرونکې یا نه ‌لوستل کېدونکې نسخې نه لیکي.

یاده پرېکړه د ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په مشرۍ، د بېلابېلو امارتي ادارو د مسؤولینو او د عامې روغتیا ریاست د رئیس په شتون کې وشوه. ګډونوالو وویل، چې غیر واضح نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل ګرځي، بلکې درمل پلورونکو ته هم د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي.

په غونډه کې دا هم پریکړه وشوه، چې د یادې کمېټې له لوري به له دې وروسته د روغتیايي مرکزونو پر چارو نظارت پیاوړی کېږي، او د غیر قانوني او غیر اخلاقي کړنو، په ځانګړي ډول د پټونو نسخو له لیکلو به مخنیوی کېږي.

د یادونې وړ ده چې د امر بالمعروف او نهی عن ‌المنکر د قانون د ۱۸مې مادې له مخې، ډاکتران مکلف دي چې د درملو نسخې واضح، د ناروغ د فهم وړ او د قانون مطابق ولیکي.