د کندهار ا.ق له لوري سلګونه عرادې وسايط ترميم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي
د کندهار ولايت د پوليسو وياند ملا اسدالله جمشيد وايي چې د ورکشاپ امريت له لوري د تېرو ۱۰ مياشتو پر مهال ١٣٢٠ عرادې لوى او کوچني نظامي وسايط ترميم شوي دي
جمشيد وايي چې په ترميم شويو وسايطو کې؛ رنجر، ټانګونه، انترنشنل او يو شمېر نور نظامي وسايط شامل دي.
هېره دې نه وي چې په دغو وسايطو کې هغه موټر هم ترميم شوي، چې په بشپړ ډول له کاره لويدلي وو.