پخه بادغیس کې لومړنی دولتي د طبي علومو انسټیټیوټ پرانیستل شو
په بادغیس کې لومړنی دولتي روغتیايي انسټیټوت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. دغه مراسم د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د بادغیس والي حافظ محمد امین جان عمري او یو شمېر نورو مسولینو په ګډون ترسره شول.
د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، صدیق الله صدیقي وایي چې د بادغیس اوسېدونکي د اسلامي امارت د دې غوره ګام هرکلی کوي، نوموړی زیاتوي چې د دغه روغتیايي انسټیټوت پرانیستل د خلکو له لوري یو مثبت ګام بلل شوی او د دې مرکز له جوړېدو خوښي څرګندوي.