د هلمند امنیه قوامندانۍ وايي چې د دې ولایت په لښکرګاه کې د غلا او فساد په تور پنځه کسیزه ډله ونیول شوه
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې امنیتي ځواکونو نن (یکشنبه) د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د غلا کولو په تور پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د چارواکو په وینا، دغه کسان د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په ناوړه استفادې خلک لوټل، غلاوې یې کولې او په اخلاقي فساد کې هم ښکېل وو.
امنیتي ځواکونه وايي، له نیول شویو کسانو سره یو عراده موټر، دوه عرادې موټرسایکلونه او دوه میله توپنګچې هم ترلاسه شوي دي.
مسؤولین زیاتوي چې د دغې ډلې قضیه د څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل کېږي.